لسګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۸۱ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر درېیمه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۱۶ کورنۍ، چې ۸۱ تنه کیږي په جبري توګه د تورخم فرصي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.