سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۷۶۳ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر درویشتمه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۲۳ کورنۍ چې  ۶۰۷ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

دکندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۳۲ کورنۍ چې  ۱۵۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته هم وشوه.