تخار ولایت کې له ۳۹ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
په تخار ولایت کې د سېلابونو امله ۳۹ زیانمنو شویو کورنیو ته د غبرګولي پر ۱۷مه د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ د تخار ولايت د مهاجرینو چارو رياست له خوا د دغه ولایت په مرکز او په رستاق، چاه اب او ينګي قلعه ولسواليو کې سروې او پېژندل شوې وې.
په دغو مرستو کې خیمې، ګاز، لمریز څراغونه او د روغتیا ساتنې توکي شامل وو، چې د ډاکار او آغاخان موسسو له لوري ووېشل شول.