ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په ننګرهار ولایت کې د غبرګولي پر ۱۷ مه له ۵۹۸ کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي شامل وو، چې وړاندې د هغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا اړمن پېژندل شوي وو.
په دې مرسته کې له ۵۷۰ کورنيو سره ۱۰ ډوله خوراکي او غير خوراکي توکي د SVA موسسې له لوري او ۲۸ نورو کورنيو هرې یوې ته ۲۱زره او۶۰۰ افغانۍ د ناروې د مهاجرت شورا له لوري ورکړل شوې، چې د مهاجرينو ادارې تر څارنې ووېشل شوې.