په ۱۱ ولایتونو کې له څه باندې زرو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 د تېرې یوې اونۍ، د غبرګولي له ۱۲ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په کندهار، ننګرهار، هرات، سرپل، فاریاب، بغلان، غزني، بامیان، سمنګان، بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې یو زر او ۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه.
 په دغو کورنیو کې بېځایه شوې، راستنې شوې او همدا راز یو شمېر اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې د دغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو له خوا د یو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ د  خیمو، ترپالونو، د حرفوي کار او د چرګانو ساتنې د وسایلو او د شېدو وزو مرسته ورسره وشوه.