جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي اوغيرې نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د فارياب او سرپل ولايتونو او ددې ولايت د نا امنو سيمو څخه مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۷۰۰۰ افغانۍ نغدي، يوه بورۍ اوړه، ۷،۴ کيلو غوړي، ۷ کيلو دالنخود، ۴،۵ کيلو مالګه، دماشومانو لپاره خوراکي مواد او بېسکوېټ مرسته ووېشل شوه.