تر ۷۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۷۵۱ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر ۱۵مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

دکندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۸۲ کورنۍ چې  ۴۲۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.

او د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۶ کورنۍ چې  ۳۲۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.