تر زرو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

یو زر او ۲۰۳ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر ۱۰ او ۱۱نېټو د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

او د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۵۴ کورنۍ چې  ۷۸۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

دکندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۷۷ کورنۍ چې  ۴۲۱ تنه کېږي او ۱۵ له بنده خوشي شوي بندیان په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.