په ۱۱ ولایتونو کې له یو زر او ۶۲۹ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 د تېرې یوې اونۍ، د غبرګولي د پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په کندهار، ننګرهار، هرات، غور، سرپل، هلمند، تخار، خوست، بغلان، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې یو زر او ۶۲۹ کورنیو سره مرسته وشوه.

 په دغو کورنیو کې بېځایه شوې، راستنې شوې او همدا راز یو شمېر اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې د ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو له خوا د یو شمېر نړیوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ د نغدو پیسو، خوراکي او روغتیايي توکو، جامو، کمپلو او د لمریزې برینښنا د وسایلو مرسته ورسره وشوه.