تخار کې پر ۱۰۰ راستنو شویو کسانو نغدي مرسته ووېشل شوه
په تخار ولایت کې د غبرګولي اتمه پر ۱۰۰ بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغو کسانو وړاندې د مهاجرت نړيوال سازمان په همکارۍ په حرفوي برخو کې شپږ مياشتې فني زده کړې ترلاسه کړې وې او هر یو کس سره د مهاجرت سازمان له لوري د ۱۱ زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه، چې د هغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.