په ۱۲ ولایتونو کې له زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

د تېرې یوې اونۍ، د غویي له ۲۲مې څخه تر ۲۷مې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په کندهار، ننګرهار، هرات، بلخ، غزني، خوست، بغلان، پکتیا، سرپل، تخار، غزني او سمنګان ولایتونو کې یو زر او ۳۱۳ کورنیو سره مرسته وشوه.
په دغو پورته کورنیو کې بېځایه شوې، راستنې شوې او همدا راز یو شمیر اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ د نغدو پیسو، خوراکي توکو او د لمریزې برینښنا د وسایلو مرسته ورسره وشوه.