ایران څخه تر دوو زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
په ايران کې مېشت دوه زره او ۶۲۱ تنه افغان مهاجرین د غویي میاشتې پر ۲۵ د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۸۳ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۱۲۳ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۳۳ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۹۶ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۹۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.