تخار کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

sadam_morr
-

د تخار ولایت په فرخار، چال، بنګي، نمک اب، کلفګان او مرکز کې وروستیو سیلابونو ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي او تر زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د غویي د ۲۱مې نېټې د سېلابونو په پایله کې ۲۳ تنه شهیدان، ۱۸ تنه ټپیان، لسګونه د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده. په سلګونو څاروي له منځه تللي او په دغو ولسواليو کې تر زرو زياتې کورنۍ بېځایه شوې دي چې اوس مهال په ښوونځيو، جوماتونو او ګاونډيو کليو کې په بد او کړکېچن حالت کې دي چې بشري مرستو او سرپناه ته اړتيا لري.

د مهاجرینو چارو ریاست د سروې ټیمونه د فرعي څانګو په همغږي چال، شکمش او فرخار ولسوالیو ته تللي دي.

لسګونه خیمې، سلګونه کمپلې او خوراکي توکي پر زیانمنو ویشل شوي او یو ګرځنده روغتیايي مرکز هم په فعالیت پیل کړی دی.

د کډوالو چارو ریاست له مرستندویه بنسټونو او خیریه بنسټونو څخه په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.