د پاکستان څخه د ۹۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

د غوایي میاشت په ۲۵ مه نیټه ۹۵۴  تنه افغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک  د فرضي کرښو له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدی آمریت د معلوماتو له مخې۱۰۷  کورنۍ، چې ۵۸۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د پناغوښتونکو په برخه کې نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۷۰ کورنۍ، چې ۳۷۲ تنه کېږي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې دي. د مهاجرینو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول. همدا راز د اسلامي امارت د کړنلارې اړوند د هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.