بغلان: د ملګرو ملتونو اړوند د بشري ادارو له استازو سره ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۳۴
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو اړوند بشري ادارو، اوچا، یونسیار، یونیسف، یواین ډي پي او ایف آی او، د شمالي زون له استازو سره د شیخ جلال سیلاب ځپلې سیمه کې ولیدل
په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزیر د یادو موسساتو له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه ورستيو سیلابونو خلک له یوه ستر ناورین سره مخ کړي، چې بیړنیو بشري مرستو ته زیاته اړتيا لري
نوموړي وویل، د سیلاب ځپلو ستونزو ته د ښه رسیدنې په موخه مختلفې کمېټې جوړې شوي، چې هره کمېټه په خپله برخه کې فعالیت کوي، ټول موسسات او خیریه بنسټونه باید خپل فعالیتونه دوی سره په همغږۍ ترسره کړي، ترڅو ټولو زیانمنو شوو کورنیو ته په موثره توګه رسیدګي وشي
د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې، د شمال زون مسؤلې آغلې ماریا پترا وویل: مونږ سره د ملګرو ملتونو ټول مرستندویه کلسترونه راغلي او له سروی او تثبیت وروسته به له سکتوري ریاستونو سره په همغږۍ له سیلاب ځپلو سره دوامداره مرستې وکړو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته