په پروان ولایت کې یو باب ښوونځی او یو ټولنیز مرکز ګټې اخستنې ته وسپارل شول

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
-
د پروان ولایت مرکز چاریکار کې یو باب ښوونځی او ددغه ولایت په باګرام ولسوالۍ کې د ځوانانو یو ټولنیز مرکز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شول
په یادو مراسمو کې د مهاجرینو چارو وزیر وویل: زمونږ راتلونکي نسلونه ترهرڅه زیات زدکړو ته اړتیا لري او اسلامي امارت ژمن دی، چې دوی ته د معیاري زدکړو زمینه برابره کړي
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، ډاډ درکوم، چې د اسلامي امارت مشرتابه او ټولو مشرانو کلک هوډ کړی، چې هېواد او ملت ته به په پوره اخلاص او ریښتینولۍ سره خدمت کوي او دا یې په عمل کې ثابته کړې هم ده، ځکه په ډېر کم وخت کې په کمو امکاناتو سره ډېرې لویې پروژې تر کار لاندې دي
ښاغلي حقاني د افغانانو په وحدت او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هیچاته اجازه نه ورکوو، چې بیا تېرې بدبختۍ هېواد ته راستنې کړي
د سیمې خلکو په یاد ښوونځي او ټولنیز مرکز خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د مهاجرینو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته