هلمند کې له ۳۹۸ راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
په هلمند ولایت کې پر ۳۹۸ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د مهاجرينو چارو ادارې له خوا د ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ اړمنې پېژندل شوې وې او له لوږې سره د مبارزې موسسې له خوا له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره او ۹۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.