غزني کې له ۱۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
پرون دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۷مه په غزني ولایت کې پر ۱۸ اړمنو او مستحقو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته چې ۱۷زره او ۷۵۰ افغانۍ وه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا هرې کورنۍ ته د هغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې له خوا تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.