ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
پرون یکشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۶مه نیټه په ايران کې مېشت یو زر او ۳۷۹ تنه افغان مهاجرین د هرات اسلام قلعه له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام قلعه د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۰۸ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۷ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۲۱ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۴۲ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۲۱ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.