سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۹۱۳تنه افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۱۵مه له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۱۵ کورنۍ، چې ۶۱۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۸ کورنۍ، چې ۲۵۷ تنه وو او درې تنه نور په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.