ننګرهار کې له زرو زياتو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
-

ننګرهار ولایت کې پرون د غویي میاشتې ۱۲مه پر یو زر ۶۱۷ راستنو شویو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ مخکې د مهاجرينو رياست له خوا په بټي کوټ، مومند دره، کوټ، اچين، سپين غر، لعلپورې او غني خېلو ولسواليو کې پيژندل شوې وې.

 د خوړو نړيوال سازمان له لوري په دې مرسته کې د ٥ ډوله خوراکي توکو مرسته شامله وه، چې د مهاجرينو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.