د ننګرهار مرستیال والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازي له مرستیال سره وکتل

sadam_morr
-
 
 
د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري د ثور په ۱۱مه د دغه ولایت د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د استازي معاون آغلي اندریکا رتواتي سره په عمري کمپ کې و لیدل.
په دې کتنه کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیسانو، د مهاجرت د نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو استازو په کې ګډون درلود، له راستنېدونکو کورنیو سره د سرپناه، کارموندنې، بشري مرستو، تعلیم، روغتیا او نورو اړینو برخو کې د مرستې په اړه خبرې وشوې.
مرستیال والي له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو سازمان له مرستو مننه وکړه او د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه، نوموړي دغه راز له پاکستان څخه د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې او خپلو اصلي ځایونو ته د داخلي بې ځایه شویو کورنیو په لېږدولو کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رئيس باز محمد عبدالرحمن نوموړي ته د خوراکي توکو د مرستو، سرپناه، کوچینۍ سوداګرۍ، پوهنې، روغتيا، کرنې او د زيربنايي چارو په اړه وړانديزونه وړاندې کړل.
ښاغلي اندریکا راتوتي د ننګرهار ولایت له مشرتابه او مسؤلینو څخه د راستنېدونکو د ښه مدیریت او له مرستندویه ادارو سره د دوی د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
هغه وويل: "افغانان موږ ته ډېر ګران دي، خو د حالاتو له امله اوس ځينو نورو هېوادونو ته پاملرنه شوې ده." خو زه به هڅه وکړم چې افغانستان ته زیاته پاملرنه وکړم.
هغه زیاته کړه، د افغان کډوالو د پاتې کېدو د مودې د غځولو او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په موخه مې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي او هڅه به وکړم چې پاکستاني چارواکي قانع کړم چې د اجباري اخراج بهیر کم کړي.
اندریکا رتواتی ډاډ څرګند کړ چې د راستنېدونکو کورنیو سره به په ټولو برخو کې په اساسي او اوږد مهاله توګه پاملرنه وکړي او د راستنېدو د بهیر د ښه والي په موخه به افغانستان ته خپل سفرونه او پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي دغه راز په تورخم کې د مهاجرینو چارو ریاست څخه هم لیدنه وکړه او د راستنېدونکو ستونزې یې له نږدې واوریدې او د یاد سازمان کاري بهیر او کړنې یې و ارزولې.