کاپيسا کې څه باندې سلو جبري راستنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په کاپیسا ولایت کې پرون د غویي د میاشتی پر ۱۰مه ۱۳۵ یو سل او پنځه دیرش جبري راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ  تر دی وړاندې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو آمریت له خوا د کاپيسا ولایت مرکز، کوهستان او نجراب ولسوالیو اړوند شاوخوا سیمو کې اړمنې پيژندل شوې وې او د خوړو نړيوال سازمان له خوا څخه يې د (۳۲۰۰) دری زره او دوه سوه افغانيو په ارزښت مرسته تر لاسه کړه.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به لسګونه نورې کورنۍ هم له دغه ډول مرستو څخه برخمنې شي.