تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له ګاونډی هېواد پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۶۰ دوه سوه شپیته تنه افغان مهاجرین پرون د غویي د میاشتی پر ۱۰مه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۶۰شپیته کورنۍ چې  ۲۶۰ دوه سوه شپیته تنه کېږي په جبري توګه له ګاونډی هیواد پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.