تر زرو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

یو زر او یو افغان مهاجرین د غوایي څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۹۱ کورنۍ چې ۹۹۸ تنه وو او درې تنه نور هلته له بنده ازاد شوي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه تنه ازاد شوي بندیان د مرستې په موخه OMPO موسسې ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.