د ننګرهار په تورخم کې له موسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
-

 د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د تورخم سرحدي آمریت د همغږۍ ناسته پرون د غوایي دویمه نېټه د دغه ولایت د همکارو موسسو له استازو سره وشوه.

د تورخم د لېږد رالېږد آمر بخت جمال ګوهر له ټولو همکارو موسسو مننه وکړه، چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره یې غوره او نه هېرېدونکي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د موسسو استازو د معلوماتو په شریکولو سره خپلو فعالیتونو او ستونزو ته یوه لنډه کتنه وکړه.

د تورخم سرحدي آمر دوی ته د ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.