سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۶۷۳ تنه افغان مهاجرین د غوایي ۲ مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۷۱ کورنۍ چې ۳۸۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۴ کورنۍ چې ۲۸۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.