تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۱۵۵ تنه افغان مهاجرین پرون د غوایي لومړۍ نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۳۰ کورنۍ چې  ۱۵۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.