لغمان کې یو زرو او ۶۶۹ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست پرون د وري ۲۹مه نېټه له یو زرو او ۶۶۹ راستنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.

دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرینو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او دغو کورنیو سره د مرستې د وېش لړۍ د مرستیال والي او د یو شمېر نورو محلي ادارو د مسولانو په شتون کې پیل شوه، چې د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.