ننګرهار کې تر دوو زرو زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې پرون د وري ۱۲ مه نېټه له ۲ زره او ۹۱۸راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته سروې شوې وې، چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا هرې کورنۍ سره د ۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
.