سرپل کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له ۱۱۲ بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په لومړۍ ورځ نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ مخکې د هغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې پر۹۲ کورنيو هرې یوې باندې ۱۹ زره او ۵۸۷ افغانۍ او شلو نورو کورنيو هرې یوې ته د ناروې د مهاجرت شورا له خوا ۱۴زره ۲۹۷ افغانۍ او ۵ کمپلې ورکړل شوې.