تر سلو ډېر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
 
۱۰۸تنه افغان مهاجرین د ۱۴۰۲ کال دکب ۲۹مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۲۴ کورنۍ چې ۱۰۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.