د هېواد په ولایتونو کې څه باندې ۳۰ زره کورنیو سره مرسته وشوه
په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې له ۳۰ زره څخه زیاتو جبري راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت د ګومارل شویو کمېټو او دویمو واحدونو له خوا مرسته وشوه.
د مهاجرینو چارو وزارت له دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، جوزجان، بادغیس، لغمان، تخار، هلمند، فراه، فاریاب، کندز، غزني، بغلان، سرپل، پکتیا، په پکتیکا، غور، بدخشان، وردګو او پروان کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ له۳۰ زره او ۴۸۸ جبري راستنېدونکو او د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي، روغتيايي او حرارتي توکي، ژمنۍ جامې، نغدې پيسې، د کار او پخلنځي وسايل شامل وو، چې د مرستندويه موسسو د استازو په شتون کې ووېشل شول.