بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۲مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰افغانۍ نغدي، دوه بوجۍ اوړه او يوه بوجۍ وريجې مرسته ووېشل شوه.