دغزني ولایت د مهاجرینو چارو نوي رییس په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پخواني رییس مطیع الله عرب د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د نوي رییس په توګه د کب پر ۲۷ مه نېټه د ولایت د مقام د استازو لخوا معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د هغه د معرفۍ په مراسمو کې د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي الله دادخېل ستانکزی د مهاجرینو چارو وزارت په نماینده ګۍ د پخواني رییس مولوي محمد عمر عادل له کړنو ستاینه وکړه او نوي رییس ته د مهاجرینو په چارو کې د توفیق او خدمت غوښتونکی شو.