ننګرهار کې ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې پرون د کب ۲۳ مه نېټه ۶۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکه مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرینو ادارې له لوري اړمنې پېژندل شوې وې چې هرې کورنۍ ته د درې ډوله خوراکي توکو مرسته د اسلامي ریلیف موسسې په همکارۍ او د مهاجرینو ادارې تر څارنې لاندې ورکړل شوه.