سرپل کې له ۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د کب ۲۳ مه نېټه پر ۱۴ بې ځایه شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هرې کورنۍ ته یوه یوه بخارۍ ورکړه.