د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست نوی رییس معرفي شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۵
-

د  مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د فرمان په حکم سره عبدالرحمن حبیب زی د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د نوي رییس په توګه د وزارت د دفتر مقام رییس مولوي محمد جان خدرخېل له خوا د یادې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د مرستو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني له مهاجرینو سره د مرستې او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغې ادارې د پخواني رییس د کړنو ستاینه وکړه او د دغې ادارې نوي رییس ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د يادې ادارې پخواني رییس قاري احمدالله هاشمي د ښاغلي حبيب زي پر ټاکل کېدو خوښي وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې د خپلې تجربې له مخې له ده سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست نوي رییس عبدالرحمن حبیب زي د ښاغلي هاشمي د پخوانیو خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: زه چمتو یم چې د رییس په توګه نه، بلکې د یوه خدمتګار په توګه خپل هېواد ته خدمت وکړم، ځکه چې مشرتابه پرما باور کړی دی، زه ژمنه کوم چې دا باور به ساتم او په خپل کار کې به صادق اوسم او خپلې ټولنې ته به خدمت کوم.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته