د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ د مهاجرینو چارو وزارت اعلامیه

sadam_morr

 د روژې مبارکه میاشت د الله تعالی د عبادت لپاره ځانګړی فرصت دی، د روژې په نیولو سره صبر او زغم زده کوو او د خپلو کړنو سمون ته مو ځیر کوي.
 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان درانه ولس او په ځانګړې توګه افغان مهاجرینو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
 د مهاجرینو چارو وزارت تل هڅه کړې، چې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو مظلومو کورنیو ته د بشري مرستو په راټولولو سره خدمتونه وړاندې کړي او اساسي اړتیاوې یې پوره کړي.
 د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره ډېر شمېر بې ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري، له ستونزو سره مخ کیږي.
  د مهاجرینو چارو وزارت له ټولو بنسټونو، ملاتړیو، سوداګرو او له خپلو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه څرګندوي، چې د اسلامي احکامو له مخې د فداکارۍ او قربانۍ په دې غوره مهال او فرصت کې د راستنېدونکو مهاجرینو، بې ځایه شویو او د ټولنې د محروم قشر د ستونزو د هواري لپاره خپله وس و نه سپموي او لاسنیوی یې وکړي.
 د پاک رب له دربار څخه د روژې د مبارکې میاشتې له برکتونو او رحمتونو سره مل ټولو ته د خوشاله او سرلوړي ژوندانه دعا کوو.