غزني ولایت کې د بیامېشتېدنې ولایتي کمیټې ناسته وشوه
د غزني ولایت د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو د بیامېشتېدنې کمیټې ناسته د کب پر ۱۳نېټه د همکارو بنسټونو او دولتي ادارو د استازو په شتون کې وشوه.
ناسته د هغه ولایت د مهاجرینو چارو رییس په مشرۍ ترسره شوه، چې په غزني کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو او اړتیاوو په اړه پکې خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.