د نبوي سیرت د سیالۍ د پایلو د اعلانولو غونډه د مهاجرینو په وزارت کې ترسره شوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۲/۱۱ - ۲۰:۲۰
-

د نبوي سیرت د ازموینې چې څو ورځې وړاندې په وزارت کې اخیستل شوی وه، د پایلو د اعلانولو غونډه د وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د وزارت د کارکوونکو په شتون کې وشوه.

د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د څېړنې او معلوماتو ریاست له کارکوونکو څخه د دې پروګرام د جوړولو له امله مننه وکړه او دا یې یو نیک او مثبت ګام وباله.

ښاغلي خروټي زیاته کړه، د رسول الله (ص) د سیرت پیروي په دنیا او اخرت کې د خیر او خوشالۍ راوستونکې ده او هغه کسان چې په دې ازموینه کې یې مقام ترلاسه کړی، پکار ده چې د ادارې له خوا تقدیر او وستایل شي.

په دې غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د مسلمانانو ښکلا او فضیلت د الله د رسول (ص) د سنتو او اخلاقو پیروي ده او پر مسلمانانو لازمه ده چې د پاک رب د پېغمبر له سنتو څخه خبرتیا ولري.

دغه راز د مهاجرينو د څيړنې او معلوماتو او د مرستو د همغږۍ رییسانو هم د موضوع په اړه خپلې خبرې وکړې.

غونډه د لومړي، دویم او درېم مقام ګټونکو ته د وزارت د مرستیالانو له خوا د ستاینلیکونو او جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته