بلخ کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بلخ ولایت کې د کب ۶مه نېټه ۱۳۷ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه کورنۍ پخوا هلتهد مهاجرينو رياست له لوري اړمنې پيژندل شوې وې او دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۱۳ کورنیو هرې یوې ته یوه یوه بخارۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري ۲۴ راستنېدونکو کورنیو هرې یوې ته په دوو برخو کې ۱۸ زره او ۱۰ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه.