مسلکي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان د بې ځایه شویو د څارنې د پروګرام له مسول سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۱۸
-

د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان څارنې پروګرام (DTM) له رییس ښاغلي یاسین الحمداني سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

مسلکي مرستیال له جبري راستنیدونکو سره د دې ادارې د همکاریو او مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتنه څرګنده کړه.

ياسين الحمداني د بېځايه شويو د څارنې د پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دغه پروګرام به هغه ساحې، چې هلته بېځايه شوي مېشت دي، د هغوی کره شمېره، هر اړخيز معلومات او د هغوى ستونزې به څرګندې کړې او د دې موخه له ټولنې او حکومت سره د اړتیاوو او همکاریو مشخصول او اسانيتا رامنځته کوي چې په ځینو هېوادونو کې ترسره شوي او دایمي حللار څرګندوي.

هغه وويل: دا پروګرام مرسته کوي چې له کورنيو سره څه ډول مرسته وشوه، د هغوى په ژوند کې څه بدلون راغی که نه او د بې ځايه شويو لپاره د دايمي حل لارې په موندلو کې هم اغېزناک دى.

ښاغلي راشد وویل: په ټولیزه توګه یو بنسټ دا فعالیت ترسره کړی او بیا نورو بنسټونو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره همکاري کړې، چې له مستحقینو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: موږ به د دولت له اصولو او پالیسۍ سره سم له تاسو سره همکاري وکړو، هر بنسټ او هره موسسه باید خپل فعالیتونه له مهاجرینو وزارت سره په تفاهم او همغږي ترسره کړي، د مهاجرینو له وزارت سره باید د تعامل هوکړه لیک یا میکانیزم موجود وي.

د وزارت او هغې موسسې ترمنځ چې مرستې چمتو کوي یا سروې کوي باید بشپړه همغږي وي.

ياسين الحمداني زياته کړه، چې د فعاليتونو څرنګوالي يې له وزارت سره شريک کړی او په پوره همغږۍ سره کولى شو، چې یو بل سره همکاري وکړو او موخو ته ورسېږو.

په دې ناسته کې د وزارت د مقام دفتر، د پلان او پالیسۍ او د څیړنې او معلوماتو ریاستوتو رییسانو هم ګډون کړی و.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۲۱:۵
Background image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا، سره وکتل.
په دې ناسته کې، د جاپان سفیر د. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره وکتل.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۰
Background image

د مهاجرینو وزارت او د CCCM تخنیکي ټیم تر منځ د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په موخه ناسته وشوه.

دغه ناسته چې د تېرو ناستو په تعقیب د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد او CCCM ټیم استازي وینست سربېره، د دې وزارت د بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر، د. . .

بېرته خبرونه ته