تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

 

۲۳۰ افغان مهاجرین د کب میاشتې پر دوېمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۷ کورنۍ چې ۱۵۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار د سپين بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۲ کورنۍ چې ۷۴ تنه کېږي په جبري توګه له دغې فرضي کرښې څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ور وپېژندل شوې او هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ ووېشل شوې.