د مهاجرینو چارو سرپرست د لغمان ولایت له ولایتي چارواکو سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۲۰:۳۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دوو جلا جلا ناستو کې ددغه ولایت له والي، امنيه قمندان، استخباراتو رئیس، د علماو شورا رئیس او یوشمېر نورو سکتوري ریاستونو له رئیسانو سره ولیدل
په دغه ناستو کې لغمان ولایت ته د راستنو شویو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او ژمنیو مرستو رسولو په میکانیزم خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو وزیر راستنو شوو مهاجرینو ته د لغمان ولایتي ادارې مخکني خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه راتلونکي پسرلي ته ښایي د راستنېدونکو مهاجرینو بهیر لا زیات شي او مونږ باید پوره چمتووالی ورته ولرو
نوموړي له ولایتي ادارې وغوښتل، چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د مهاجرینو ریاست سره همکاري او همغږي لا زیاته کړي
د لغمان والي دغه ولایت ته د مهاجرینو د راستنېدو بهیر، هغوی ته د وړاندې شوو خدماتو او کاري کمېټو د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په دې برخه کې به نور هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي
د مهاجرینو چارو سرپرست ددغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له کارکوونکو سره هم ولیدل، ددوی ستونزې یې واورېدې او له مراجعینو سره د ښه چلند، روڼتیا، چټکتیا او نورې لازمې سپارښتنې وکړې
د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو رئیس مولوي غلام الرحمان په وینا دغه ولایت ته له ٥٠٠٠ زیاتې کورنۍ مهاجر راستانه شوي، چې له ټولو سره له ثبت او راجستر وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ترسره شوي او په راتلونکي کې به هم ددوی لاسنیوي ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته