سرپل ولایت کې د موسسو د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
-

د سرپل ولایت د والي په مشرۍ او د سیمه ییزو ادارو د استازو په ګډون د سلواغې پر ۴ مه نیټه داخلي او بهرنیو نادولتي موسسو د همغږۍ ناسته وشوه.
 په ناستهکې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن واحد له غیر دولتي موسسو څخه د مننې ترڅنګ د سیمه ییزو ادارو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل: په دغه ولایت کې باید د اسلامي امارت له تګلارې سره سم عامه ګټې اخیستنې پروژې زیاتې شي. هغه یادونه وکړه، چې ټولې پروژې باید د سکتوري ریاستونو سره په همغږۍ پلي شي.
 د موسسو استازو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د سرپل والي ته یې ډاډ ورکړ چې کړنې یې د اسلامي امارت له تکلارې سره سمې ترسره شوې دي.
هغو په راتلونکي کال کې د ښوونې او روزنې اړوند د پروژو د پیل، روغتیایي خدمتونو او خلکو ته د کارموندنې خبر هم ورکړ.