۳۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راسانه شول

anwari_morr

پاکستان کې مېشت ۳۰۱ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۳ مه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه راستانه شول

د سپين بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۳ تنه کېږي او ۵۷ تنه نور چې هلته له زندان څخه ازاد شوي وو، په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول

هرې کورنۍ ته د ګومارل شوې کمېټې له خوا لس لس زره افغانۍ ورکول شوې

د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې ۲۱ کورنۍ چې ۱۰۱ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.