د هېواد د فرضي پولو له لارې؛ سلګونه افغان مهاجرین له پاکستان څخه راستانه شول
د ننګرهار، کندهار، نیمروز، کابل، هرات او پکتیکا ولایتونو په پولو کې د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د کمیسیون د راپور له مخې، د سلواغې میاشتې په ۲مه نېټه ۱۰۴ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره راستنې شوې او په پولو کې د ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو برخمنې شوې.
د سپین بولدک، تورخم، انګور اډه، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه د ۳۸۳ کسانو په ګډون ۱۰۴ کورنۍ هېواد ته راستنې ثبت او بایومتریک شوې، د ۴۰ کسانو په ګډون ۷ کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال او کرایه ورکړل شوه، ۵۵ کورنیو سره نغدي مرسته، ۱۳۳ کورنۍ په موقتي کمپونو کې ځای په ځای، ۸۳۳ کسانو درملنه وشوه ، ۳۱۵سیمکارتونه ووېشل شول، د چمتو شوو خوراکي توکو کڅوړې، د څښاک اوبه او ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په پولو کې د ګومارل شوو کمېتو له لوري وویشل شوې.
همدارنګه د اطلاعاتو کمیټې او د امربالمعروف محتسبینو له لوري راستنېدونکوکورنیو ته د نوم لیکنې، انتقال، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې، د هیواد او اسلامي نظام پېژندنې، هجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات ورکړل شول.
لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپېژندل شول
او راستنیدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، د پاکوالي او نورو اړینو وسایلو په اړه اعمومي پوهاوی ورکړل شو او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم ورته برابرشول.