هلمند ولایت کې تر ۳۰۰ زیاتوکورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د هلمند ولايت د مهاجرینو چارو رياست د مرغومې پر ۲۸مه له ګاونډيو هېوادونو څخه په ۳۶۵ جبري راستنو شوو كورنيو د نغدي پیسو او جامو مرستې د وېش خبر ورکړی

 يادې کورنۍ پخوا د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرينو رياست له لوري پيژندل شوې وې، چې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري  ۱۳ زره او ۹۰۰ افغانۍ، درې کمپلې او یوه کڅوړه ژمنی پوښاک چې ۱۳ ډوله توکي پکې وو ، ورکول شول.