تر ۵۰۰ ډېر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۵۰۳ تنهافغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه د مرغومې پر ۲۸ او ۲۹ مه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د يادې پولې له لارې ۵۳کورنۍ چې ۲۶۴  تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو چارو له رياست سره تر ثبتېدو وروسته  د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې او د ګومارل شوې کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ وویشل شوې.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحديآمریت د معلوماتو له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ۲۶۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخهراستنې شوې او د مهاجرینو چارو له ریاست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو  عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.